د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، چې د ډېره اسماعيل خان په ښار کې يې د هندو او سېک اقليتي ټولنو لپاره د شمشان (د مړو د سوځولو ځای) په موخه څلور کناله ځمکه سپارلې ده.
د صوبايي حکومت لخوا ،د جولایۍ په لومړۍ، خپور شوي بيان له مخې، په دې ځمکه کې دوه کناله د هندو ټولنې او دوه کناله د سېک ټولنې لپاره ځانګړې شوې دي. د اوقافو، حج، مذهبي او اقليتي چارو صوبايي وزير ،صاحبزاده محمد عدنان قادري، دغه ځمکه په رسمي ډول اړوندو ټولنو ته وسپارله.
عدنان قادري وويل، چې د مذهبي ازادۍ او د اقليتونو د حقونو خوندي کول د حکومت له لومړيتوبونو څخه دي. د هغه په وينا، اقليتونه د ټولنې درناوی لرونکې برخه ده او د نورو وګړو په څېر مساوي حقونه لري.
هغه زياته کړه، حکومت د “رياست مدينې” د اصولو له مخې د انصاف، برابرۍ او مذهبي زغم د ودې لپاره کار کوي. د نوموړي په خبره، د اقليتي عبادت ځايونو، مذهبي مراسمو او فلاحي پروګرامونو لپاره ميليونونه روپۍ ځانګړې شوې دي.
د صوبايي وزير په وينا، د اقليتي زده کوونکو لپاره د تعليمي وظيفو، د کونډو، يتيمانو او ځانګړو اړتياوو لرونکو کسانو لپاره د مالي مرستو پروګرامونه هم روان دي.
عدنان قادري وويل، د ترهګرۍ له امله اغېزمنو اقليتي ټولنو لپاره د ۲۰۰ ميليونه روپيو ځانګړی انډومنټ فنډ جوړ شوی او د کلاش ټولنې د پرمختګ لپاره هم د ۱۰۰ ميليونه روپيو ځانګړی فنډ رامنځته شوی دی.
هغه زياته کړه، د اقليتي هديرو، شمشانونو او عبادت ځايونو لپاره د ځمکو د برابرولو لړۍ دوام لري او د اقليتي عبادت ځايونو د لمريزې برېښنا او بيا رغونې پر پروژو هم کار روان دی.
د نوموړي په وينا، د بين المذاهب همغږۍ د پياوړتيا لپاره صوبايي او ضلعي کمېټۍ فعالې دي او حکومت به د اقليتونو د ټولنيزو، تعليمي، اقتصادي او مذهبي حقونو د خونديتوب لپاره نور ګامونه هم پورته کړي.
د حکومت د بيان له مخې، د هندو او سېک ټولنو استازو د خیبر پښتونخوا د حکومت دغه اقدام تاريخي او هرکلی وړ بللی دی.


خالده نیاز