د باجوړ په پھاټک چوک کې ،د جولایۍ په لومړۍ، د امن جرګې کمېټۍ د مشرانو په بلنه د ناامنۍ او مبینه ډرون بریدونو پر ضد احتجاجي مظاهره وشوه، چې له امله یې د باجوړ - پېښور لویه لار د هر ډول تګ راتګ لپاره وتړل شوه.

 

د سړک د تړل کېدو له امله د لارې دواړو غاړو ته د موټرو اوږده کتارونه جوړ شول او مسافر د تګ راتګ پر مهال له ستونزو سره مخ شول.

 

مظاهره چیانو غوښتنه وکړه چې په سیمه کې دې د امن او قانون وضعیت ښه شي، د مبینه ډرون بریدونو دې شفافې پلټنې وشي او د خلکو د سر او مال ساتنه دې یقیني کړل شي.

 

احتجاجي غونډې ته صاحبزاده هارون رشید، ګل افضل، ملک خالد خان، عمران ماهر او نورو ویناوې وکړې او ویې ویل چې تر هغو به خپل پرامن احتجاج ته دوام ورکوي، څو یې غوښتنو ته عملي ځواب نه وي ورکړل شوی.