د کوز سویلي وزیرستان د واڼا په ډابکوټ سیمه کې د صوبايي اسمبلۍ غړي ،عجب ګل، د پرمختیايي فنډ له لارې منظور شوي لوبغالي د پرانیستې ټینډر پر سر د پاکستان تحریک انصاف د ځايي غړو ترمنځ د اختلافاتو راپورونه ورکړل شوي دي. ځايي سرچیني وايي، د جون په ۳۰مه، د رامنځته شوې شخړې پر مهال لاس وهنه شوې او دوه کسان ټپیان شوي دي.
د ځايي سرچینو په وینا، د لوبغالي د ټینډر پر سر د ګوند دننه اختلافات زیات شوي دي. همداراز، ځیني سرچیني دعوه کوي چې د یوې سیاسي ډلې له غړي څخه د ټینډر په تړاو د شپږ لکه روپیو غوښتنه شوې وه، خو نوموړي دا غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې ټینډر به نه ورکوي. د همدې دعوې وروسته تاوتریخوالی زیات شو او شخړه رامنځته شوه.
تر اوسه د دغو دعوو په اړه د صوبايي اسمبلۍ غړي عجب ګل یا د پاکستان تحریک انصاف له لوري کوم رسمي غبرګون نه دی ورکړل شوی، او شال نیوز هم دا دعوې په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی.
د سیمي یو شمېر اوسېدونکي او ولسي حلقې غوښتنه کوي چې د پېښې بې پرې او شفافې پلټنې وشي، حقایق دې روښانه کړل شي او د پرمختیايي فنډونو د لګښت بهیر دې له هر ډول سیاسي او شخصي لانجو خوندي وساتل شي، څو ولسي پروژې پر وخت او په شفاف ډول بشپړې شي.


ظفر وزير