د شانګلې ضلعې په بشام کې اوسېدونکو د تېرو دوو ورځو راهیسي د بجلۍ د پرله پسې بندښت پر ضد ،د جون په ۳۰مه، احتجاج کړی او د قراقرم لویه لار یې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.
د لارې د تړل کېدو له امله د سړک دواړو غاړو ته سلګونه موټرې بندې پاتې دي او مسافر له سختو ستونزو سره مخ شوي دي. د سختې ګرمۍ او د برېښنا د نشتوالي له امله د سیمي اوسېدونکي هم له ګڼو کړاوونو سره مخامخ دي.
احتجاج کوونکي وایي، د شانګلې ضلعه ۸۴ مېګاواټه بجلي پېدا، خو خپله ضلعه له دوو ورځو راهیسي له بجلۍ بې برخې ده. د دوي په وینا، د برېښنا اوږدمهاله پرې کېدو د خلکو ورځنی ژوند سخت اغېزمن کړی او ستونزې یې زیاتې کړې دي.
مظاهره کوونکو له اړوندو چارواکو غوښتنه کړې چې د بجلۍ د بحالۍ لپاره دې بېړني ګامونه پورته کړي، څو د خلکو ستونزې هوارې او د قراقرم لویه لار د تګ راتګ لپاره بېرته پرانیستل شي.


عرفان حسین علي