د بنو پولیس وايي، د جون په ۳۰مه، د ښار په دوو بېلابېلو سیمو کې د دوو وژل شویو کسانو مړي موندل شوي او د دواړو د پېژندنې او پېښې د پلټنو لړۍ روانه ده.

 

د پولیسو په وینا، د ډومېل تاڼې په حدودو کې د کاشو نالې څخه د یوه وژل شوي کس مړی ترلاسه شوی، چې تر اوسه یې هویت نه دی معلوم شوی او د پېژندنې هڅې یې روانې دي.

 

پولیسو زیاته کړې چې د بنو کینټ تاڼې په حدودو کې، د کچکوټ پله ترڅنګ د پیردل خېل پر سړک هم د یوه بل نامعلوم وژل شوي کس مړی موندل شوی دی.

 

د پولیسو په خبره، دواړه مړي د قانوني طبي معاینې (پوسټ مارټم) او پېژندنې لپاره د بنو ضلعې مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

 

پولیس وایي، د دواړو پېښو د څرنګوالي او عاملینو د موندلو لپاره پلټنې روانې دي.