د کوز سویلي وزیرستان د تنایي په سیمه کې ،د جون په ۳۰مه، یو کم عمره ماشوم د کوهي ته د لوېدو له امله مړ شوی دی. پولیس وایي، د لومړنیو معلوماتو له مخې شک شته چې ماشوم خپل مشر ورور کوهي ته ټېل وهلی وي.

د پولیسو په وینا، د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره سم د سپین ډېم تاڼې د پولیسو مشر عالمګیر محسود له خپلې ډلې سره ځای ته ورسېد او شکمن کس یې ونیوه.

پولیس زیاتوي چې د پېښې د اصلي لاملونو د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي او له قانون سره سم به کاروایي ترسره کېږي.

د سیمي اوسېدونکو پر دې پېښه ژوره خواشیني څرګنده کړې او له اړوندو ادارو یې د رڼو او بې پرې پلټنو غوښتنه کړې ده.