د عوامي نیشنل ګوند مرکزي مشر او سناتور ،ايمل ولي خان، د پټروليم او ګاز وفاقي وزير ،علي پروېز ملک، سره په کتنه کې غوښتنه کړې ده چې د نړيوال بازار د خامو تېلو د بيو د کمېدو ګټه دې سمدستي ولس ته ورسول شي او د پټروليمي توکو بيې دې راکمې کړل شي.
د عوامي نیشنل ګوند له خوا ،د جون په ۳۰مه، خپرې شوې خبرپاڼې سره سم، ايمل ولي خان وويل چې د حکومت د اوسنيو پاليسيو له امله د ولس بار د کمېدو پر ځای نور هم زيات شوی دی. هغه وويل، په داسې حال کې چې په نړيوالو بازارونو کې د خامو تېلو بيې راټيټي شوې، په هېواد کې خلکو ته د هغې ګټه نه ورکول کېږي، چې دا له ولس سره بې انصافي ده.
هغه له حکومته وغوښتل چې د پټروليم لېوي او نور غير مستقيم ټېکسونه هم راکم کړي. د ده په وينا، اوسنی مالياتي نظام د ګرانۍ فشار لا پسې زيات کړی او عام خلک له وړاندې د ګرانۍ او بېکارۍ له سختو ستونزو سره مخامخ دي. هغه زياته کړه چې د تېلو په بيو کې هر ډول زياتوالی تر ټولو زيات اغېز پر غريبو او منځنۍ طبقې کوي.
ايمل ولي خان په خیبر پښتونخوا کې د ګازو روان بحران هم د اندېښنې وړ وباله. هغه وويل، د اوړي په موسم کې هم کورني مصرفوونکي د ګازو له کم فشار او اوږدې لوډشيډنګ سره مخ دي، چې د منلو وړ نه ده.
د هغه په وينا، خیبر پښتونخوا د هېواد د ګازو په توليد کې مهمه ونډه لري، خو بيا هم د همدې صوبې خلک له دې اساسي اسانتيا بې برخې دي. هغه وويل، په ځينو هغو ضلعو کې هم ګاز نشته چې همدلته ترې ګاز را ايستل کېږي.
ايمل ولي خان وويل، د اساسي قانون له مخې پر طبيعي زېرمو لومړی حق د سيمي د خلکو او د اړوندې صوبې دی، خو د ده په خبره، اوسنی حالت د خلکو د محرومۍ احساس نور هم زياتوي.
هغه له حکومته وغوښتل چې د پټروليمي توکو د بيو د ټاکلو لپاره دې يو روڼ او اغېزناک ميکانيزم جوړ کړي، په خیبرپښتونخوا کې دې د ګازو لوډشيډنګ او کم فشار د ختمولو لپاره بېړني ګامونه پورته کړي او د انرژۍ پاليسي دې يوازې د عايداتو راټولولو پر ځای د ولس د اسانتياوو او هوساينې له مخې برابره کړي.
د ګوند د خبرپاڼې له مخې، وفاقي وزير علي پروېز ملک په دغو موضوعاتو کې د هر ډول همکارۍ او مناسبو اقداماتو ډاډ ورکړی دی.


شال نیوز