د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر سهېل اپريدی وايي، چې د حکومت د کارکردګۍ ريښتينی معيار يوازې د چارواکو راپورونه او وړاندېزونه نه دی بلکې د ولس رضايت دی. نوموړي دا خبرې ،د جون په ۳۰مه، په پېښور کې د کوهاټ ډويژن د پرمختيايي پروژو، امنيتي وضعيت، حکومتولۍ او ولسي خدمتونو د ارزونې غونډې ته وکړې.

هغه وويل، چې د نوي مالي کال د بوديجي له منظورېدو وروسته به د صوبې د ټولو ډويژنونو د ارزونې غونډې ترسره کېږي، څو د پرمختيايي پروژو او ولسي خدمتونو عملي پايلې وڅېړل شي.

اعلا وزیر وويل، د سویلي ضلعو امنيتي وضعيت لا هم ځانګړې پاملرنې ته اړتيا لري او حکومت به د امن د ټينګښت لپاره خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي. د هغه په وينا، د ۲۰۲۶-۲۷م مالي کال په بوديجه کې پوليسو، روغتيا او تعليم ته تر ټولو زياته بوديجه ځانګړې شوې او په سویلي ضلعو کې د پوليسو د نفري د زياتولو وړانديز هم تر غور لاندې دی.

سهېل اپريدي ضلعي چارواکو ته لارښوونه وکړه چې له خلکو سره نېغ په نېغه اړيکې وساتي، د بيروکراسۍ دود کم کړي او دولتي دفترونه د ولس د خدمت لپاره پرانيستي وساتي. هغه همدارنګه امر وکړ چې د بشپړېدو په درشل کې ټولې پرمختيايي پروژې دې زر تر زره بشپړې او د خلکو په واک کې ورکړل شي.

اعلا وزير د سویلي ضلعو د پاکو څښاک اوبو د ستونزې د تلپاتې حل لپاره د عملي وړانديزونو غوښتنه هم وکړه.

هغه په صوبه کې د جنسي تېريو په پېښو کې د ککړو کسانو پر ضد د صفر زغم تګلارې د عملي کولو او د نشي توکو د سوداګرو پر ضد د بې پرې عملياتو لارښوونه وکړه. نوموړي وويل، هېڅ مجرم ته بايد د قانون له منګولو د تېښتې فرصت ور نه کړل شي او د نشې روږدو کسانو د درملنې او بيا رغونې لپاره دې اغېزمن ګامونه پورته شي.

اعلا وزير د صوبې په ټولو ضلعي مرکزي روغتونونو کې د بيارغونې د پروژو د چټکولو امر هم وکړ او د هنګو د ضلعي روغتون د کارکوونکو د نه موجوديت پېښه يې جدي وبلله. هغه د دې پېښې د پلټنې او د غفلت کوونکو پر ضد د سخت اقدام لارښوونه وکړه.

نوموړي د کرک د مالګې او جپسم صنعتي ښار د پروژې په ځنډ هم ناخوښي څرګنده کړه او اړوندو چارواکو ته يې درې مياشتې وخت ورکړ چې د پروژې په عملي پرمختګ کې څرګند بدلون راولي. د هغه په وينا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د صوبې عوايد زيات او خلکو ته به د روزګار نوي فرصتونه برابر شي.

غونډې ته د ورکړل شوي بريفنګ له مخې، د ۲۰۲۵-۲۶م مالي کال د پرمختيايي پروګرام تر چتر لاندې په کوهاټ ډويژن کې پر ۳۷۷ پروژو کار روان دی. چارواکي وايي، د دغو پروژو لپاره ۹۹ اعشاريه ۶ سلنه بوديجه خوشې شوې او د لګښت کچه ۹۶ اعشاريه ۷ سلنې ته رسېدلې ده.

د چارواکو په وينا، د ۲۰۲۶-۲۷م مالي کال په پرمختيايي پروګرام کې د کوهاټ ډويژن لپاره ۷۵ نوې او ۸۰ روانې پروژې شاملې شوې دي. په بريفنګ کې دا هم وويل شول چې په ډويژن کې د نجونو د زده کړو د ودې لپاره د ځانګړي داخلې کمپاين او د نشي توکو د کارونې او مسلکي سوالګرۍ د مخنيوي لپاره ځانګړې هلې ځلې هم روانې دي.