د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر ،سهیل اپریدي، په مشرۍ د صوبايي کابینې په ۵۴مه غونډه کې د تيراه درې د لنډمهاله بې‌ ځایه شوو کورنیو لپاره د مرستې ځانګړی پیکج منظور شوی دی.

د صوبايي حکومت له مخې، د جون په ۲۹مه، د کابینې د شکایتونو د اورېدو او د ستونزو د هواري کمېټۍ له خوا د تایید شوو ۶,۹۰۰ نورو لنډمهاله بې‌ ځایه شوو کورنیو لپاره د ۵ اربه، ۴۹ کروړه، ۹۹ لکه او ۹۷ زره روپیو اضافي فنډونو د جاري کولو منظوري ورکړې ده.

چارواکي وایي، دا پیسې به اغېزمنو کورنیو ته د تاوانونو د ورکړې او د هغوي لپاره د ټاکل شوې میاشتنۍ خوراکي مرستې د برابرولو لپاره ولګول شي، څو د بې‌ ځایه شوو کورنیو ستونزې راکمې او مالي مرسته ورته پر وخت ورسېږي.

د خیبر پښتونخوا حکومت ویلي، د تيراه د اغېزمنو کورنیو بیا ابادکاري یې له لومړیتوبونو څخه ده او د دې هدف لپاره به ټول شته امکانات او سرچیني وکارول شي.