د مجلس وحدت المسلمین مرکزي مشر ،شبیر ساجدي، په کرمه ضلعه کې د موبایل شبکې، انټرنېټ او درې جي (تهري جي) او څلور جي (فور جي) خدماتو پر اوږدمهاله بندیزونو سختې نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره نورې اغېزمنې لارې شته، نو ولس باید له دې ډول محدودیتونو سره نور مخ نشي.

نوموړي ،د جون په ۳۰مه، په یوه لیکلي بیان کې ویلي، د محرم له شپږمې تر یوولسمې نېټې پورې د موبایل شبکې خدمات بند ساتل شوي وو، او د محرم پر دیارلسمه یې هم یو ځل بیا د موبایل شبکې د بندولو پرېکړه وشوه. د هغه په وینا، د محرم په نهمه او لسمه انټرنېټ هم تړل شوی و، او له دې پرته هم په سیمه کې وخت په وخت د انټرنېټ د بندېدو لړۍ دوام لري.

شبیر ساجدي ویلي دي، چې د دغو بندیزونو له امله زده کوونکي، بانکداري، سوداګریز فعالیتونه او د خلکو ورځنی ژوند سخت اغېزمن شوی او خلک د اړیکو په ټینګولو او خپلو ورځنیو چارو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاته کړې چې په کرمه کې له نږدې دوو کلونو راهیسي د درې جي او څلور جي خدمات هم تړلي دي، او د سیمي اصلي لویه لار هم له همدې مودې راهیسي بنده ده، چې د خلکو ستونزې یې لا پسې زیاتې کړې دي.

د مجلس وحدت المسلمین دغه مشر له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د امنیت د ټینګښت او ترهګرۍ د مخنیوي لپاره دې له بدیلو او اغېزناکو امنیتي تدابیرو کار واخلي او د موبایل شبکو، انټرنېټ او لویو لارو د بندولو له لارې دې پر عامو خلکو نور محدودیتونه نه لګوي.

تر اوسه د حکومت یا امنیتي ادارو له لوري د شبیر ساجدي د څرګندونو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ورکړل شوی.