د جماعت اسلامي خیبر پښتونخوا شمالي امیر او د صوبې پخواني وزیر ،عنایت الله خان، ویلي دي، چې ګوند به په ملاکنډ ډویژن کې د عایداتي مالیې (انکم ټیکس) او د ګمرک قانون (کسټم ایکټ) د نافذېدو پر ضد پراخ ولسي کمپاین پېل کړي او په راتلونکو درېیو میاشتو کې به د “ټېکس نامنظور” تر سرلیک لاندې په هر تحصیل کې احتجاجي تحریک پر مخ وړي.

 

هغه دا څرګندونې ،د جون په ۲۹مه، په سوات کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وکړې. په غونډه کې د جماعت اسلامي د خیبر پښتونخوا صوبايي عمومي سیکرټر محمد حلیم باچا، د ښار ضلعي امیر محمد امین او د ګوند نورو مشرانو هم ګډون درلودل.

 

عنایت الله خان وویل، چې د مالي قانون (فنانس بل) له قامي اسمبلۍ څخه تر منظورېدو وروسته د عایداتي مالیې او خرڅلاو مالیې (سېلز ټېکس) د ملاکنډ ډویژن تر سیمو هم غځول شوې دي. د هغه په وینا، پاکستان تحریک انصاف، مسلم لیګ (ن) او پاکستان پیپلز ګوند د حکومت برخه او د واک شریکان دي، نو د دغو مالیو د پراخېدو سیاسي مسؤلیت هم پر همدې ګوندونو راجع کېږي.

 

هغه زیاته کړه، کله چې د ملاکنډ سیمي د پاکستان برخه شوې، نو د مالیو له ورکړې څخه ورته ځانګړې استثنا ورکړل شوی وه. د هغه په خبره، د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې وروسته پاتې او کمزورو سیمو ته د اقتصادي وضعیت له مخې ځانګړې اسانتیاوې ورکول کېږي.

 

د جماعت اسلامي مشر وویل، د ملاکنډ ډویژن یوازې لس سلنه وګړي په ښاري سیمو کې اوسیږي، حال دا چې ۹۰ سلنه یې کلیوال دي. نوموړي دعوه وکړه چې د سیمي د سواد کچه شاوخوا ۴۷ سلنه ده، نږدې لس لکه ماشومان له ښوونځیو بهر دي او د بېوزلۍ کچه له ۵۰ تر ۶۰ سلنې پورې رسېږي، ځکه نو ،د ده په وینا، دا سیمه د نویو مالیو د زغملو توان نه لري.

 

عنایت الله خان د پاکستان د مالیاتو نظام هم “غیر عادلانه” وباله او دعوه یې وکړه چې له بېوزلو خلکو مالیه راټولېږي، خو ګټه یې اشرافیه اخلي. هغه وویل، چې اشرافیې ته د میلیاردونو روپیو امتیازات ورکول کېږي، په داسې حال کې چې له عامو خلکو څخه د ورځنیو اړتیاوو پر توکو غیر مستقیمې مالیې اخیستل کېږي.

 

هغه دا هم وویل چې د خیبر پښتونخوا حکومت تېر کال پر هوټلونو او نورو سوداګریزو مرکزونو د خدماتو مالیه (ټېکس آن سروسز) نافذه کړې وه، چې سږ کال پکې تر سلو سلنې پورې زیاتوالی راغلی دی.

 

عنایت الله خان د احتجاجي پلان په اعلان کې وویل، چې جماعت اسلامي به په چوکونو، بازارونو، جوماتونو، تحصیلونو، د سوداګرو اتحادیو او د وکیلانو د شوراګانو له لارې ولسي کمپاین پېل کړي او هغه منتخب استازي به خلکو ته معرفي کړي چې ،د ده په وینا، د دغو مالیو د نافذېدو لامل شوي دي.

 

هغه د جولایۍ پر پنځمه نېټه د سوات په مینګوره کې د نشاط چوک د سوداګرو او صنعتکارانو له لوري د اعلان شوي احتجاج بشپړ ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل چې جماعت اسلامي به په دغه احتجاج کې فعاله برخه واخلي.

 

د نوموړي په وینا، په همدې ورځ به د ملاکنډ ډویژن په ټولو ضلعي مرکزونو کې هم د مالیو پر ضد احتجاجي مظاهرې ترسره شي. هغه زیاته کړه چې په هره ضلعه او تحصیل کې به لوي لاریونونه، د دوه زره سوداګرو په ګډون ستر سوداګریز کنونشن، د اړوندو لورو ګډ کنفرانس او ولسي ټولپوښتنه (ریفرنډم) هم ترسره شي.

 

عنایت الله خان وویل، چې جماعت اسلامي به د راتلونکو درېیو میاشتو لپاره د “ټېکس نامنظور” تر عنوان لاندې خپل احتجاجي تحریک روان وساتي او په هر بازار کې به د مالیو پر ضد ولسي ریفرنډم ترسره کړي. هغه ټینګار وکړ چې جماعت اسلامي به د ملاکنډ ډویژن د ځانګړي قانوني او اساسي حیثیت د بېرته ترلاسه کولو تر وخته خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.