د خیبر ضلعې د لنډي کوتل په تحصیل کې په وروستیو میاشتو کې د امنیتي ځواکونو پر سرتېرو د هدفي بریدونو، د وسله والو فعالیتونو او د باج اخیستنې د پېښو له زیاتېدو سره د سیمي اوسېدونکي د خپل راتلونکي په اړه سخت اندېښمن شوي او یو شمېر کورنیو د خوندي سیمو پر لور د کډې کولو نیت کړی دی.
د سیمه ییزو سرچینو او اوسېدونکو په وینا، په تېرو شپږو میاشتو کې په لنډي کوتل کې لږ تر لږه شپږ کسان، چې زیاتره یې پولیس او د قانون پلي کوونکو ادارو غړي وو او دوه ملکي وګړي هم پکې شامل وو، په هدفي بریدونو کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي. د دغو بریدونو له امله په سیمه کې وېره زیاته شوې او د ماښام له لوېدو وروسته د وسله والو ډلو ازاد تګ راتګ او پر سړکونو ناڅاپي پلټنو د خلکو ورځنی ژوند اغېزمن کړی دی.
د ځايي خلکو په خبره، وسله والو لومړی د سلطان خېلو د مضرینې په غرنیو سیمو کې خپل پټنځایونه جوړ کړي وو، خو اوس یې فعالیتونه ولي خېل، انزري کنډاو، حیدري کنډاو او شلمان سیمو ته هم غځېدلي دي. سرچیني وایي، وسله والو د سیمي یو شمېر ځوانان د خپلو همکارانو په توګه ګومارلي دي چې د امنیتي ځواکونو د تګ راتګ او نورو چارو په اړه معلومات ور رسوي.
د خلکو په وینا، امنیتي ځواکونه له هرې پېښې وروسته د اصلي وسله والو پر ځای عادي قبایلي وګړي د پلټنو لپاره نیسي، خو تر اوسه یې د هدفي بریدونو اصلي عاملان نه دي نیولي، چې له امله یې د خلکو ناهیلي او بې باوري نوره هم زیاته شوې ده.
یو شمېر اوسېدونکو ویلي دي، چې اوس د ماښام له لوېدو وروسته له کورونو د وتلو جرئت نه کوي، ځکه د خپل امنیت په اړه اندېښمن دي. د هغوي په خبره، پولیس هم د شپې له ګزمې او په پوستو کې له پاتې کېدو ډډه کوي.
ځايي سرچیني وایي، هغه ځوانان چې د وسه لوالو لپاره کار کوي، د عادي خلکو په څېر جامې اغوندي، ږیرې نه لري او په اسانۍ د خلکو په منځ کې ګرځي، له همدې امله یې پېژندل اسانه نه دي. د سرچینو په وینا، همدغه کسان د سوداګرو او شتمنو کسانو په اړه معلومات راټولوي او وروسته وسله وال له هغوي د باج غوښتنه کوي.
د لنډي کوتل پخوانی تحصیل ناظم شاه خالد شینواری وایي، چې تمه کېده چې د تورخم دروازې تړل به د وسله والو تګ راتګ محدود کړي، خو د ده په وینا، برعکس په تېرو شپږو میاشتو کې هدفي بریدونه او د وسله والو فعالیتونه لا زیات شوي دي.
هغه وایي، د سیمي ځوانانو کې د وسله والو ډلو پر لور د میلان زیاتېدل د کورنیو لپاره د اندېښنې وړ خبره ده، ځکه ځیني هغه کسان چې د وسله والو د همکارانو په نوم یاد شوي، له خپلو کورونو تښتېدلي دي.
شاه خالد شینواری وایي، دوي څو ځله له امنیتي چارواکو سره د خرابېدونکي امنیت موضوع شریکه کړې، خو تر اوسه د وسله والو پر ضد کومه پرېکنده او اغېزمنه پوځي یا امنیتي تګلاره نه ده عملي شوې.
بلخوا، د خیبر سیاسي اتحاد مشر مراد حسین اپریدی وایي، چې په لنډي کوتل کې د وسله والو شمېر ډېر نه دی او یوازې په څو مشخصو سیمو کې فعالیت لري، خو د ده په خبره، امنیتي ادارو تر اوسه د هغوي پر ضد کومه ماناداره او اغېزمن عملیات نه دي کړي.
هغه وایي، له ۲۰۲۴م کال کې د سیمه ییز خبریال خلیل جبران له وژل کېدو نیولی، تر دې وروستیو کې د سي ټي ډي د یو سرتېري تر وژل کېدو پورې، امنیتي ادارو د دغو بریدونو هېڅ اصلي عامل نه دی نیولی، چې له امله یې د خلکو باور کمزوری شوی دی.
په لنډي کوتل بازار کې یو سوداګر حضرت شاه وایي، د تورخم د اوږدې مودې بندېدو له امله سوداګري له مخکې هم زیانمنه شوې وه، خو اوس د وسله والو له لوري د باج غوښتنې پېښو د سوداګرو ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي. هغه وایي، ځیني سوداګر د پرله پسې ګواښونو له امله له لنډي کوتل څخه کډه شوي او نور بیا خپل دوکانونه د ماښام له لمانځه مخکې تړي.
یوې بلې ځايي سرچیني، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ویلي چې د تورخم له تړل کېدو وروسته د وسله والو مالي سرچیني هم کمزورې شوې دي، ځکه له پولې پورې غاړې مالي مرستې کمې شوې او اوس ډېره تکیه پر ځايي سوداګرو او شتمنو کسانو د باج اخیستنې کوي.


ابراهیم شینواری