د خیبر پښتونخوا د لوبو د څانګې تر سیوري لاندې په بونېر کې د 'بونېر ګل د نمېر' په نامه درې ورځنۍ کلتوري ميله پېل شوې ده. د دې ميلې د پرانستې مراسم تيره شپه ،د جون په ۲۸مه، د بونېر په ډګر کالج کې ترسره شوه چې پکې د خیبر پښتونخوا د لوبو عمومي مشر ،تاشفين حيدر، ترڅنګ د بونېر ډپټي کمشنر شهريار قمر په ګډون د سيمي اوسېدونکو ځوانانو او لوبغاړو ګډون کړې و.
په مراسمو کې کلتوري، هنري او تفریحي پروګرامونه وړاندې شو چې پکې ځايي هنرمندانو د خپل فن مظاهره وکړه. همداراز، د جادو کرتبونه، د مارشل ارټس مظاهرې، فایر شو او د اتش بازۍ خوندره ننداره هم د دې پروګرام برخه وه.
په دې موقع د خیبر پښتونخوا د لوبو د څانګې عمومي مشر تاشفین حیدر وویل، چې د ميلې موخه د بونېر د کلتور او زاړه دودونو معرفي کول، ځوانانو ته د تفریح زمینه برابرول او ځايي استعدادونو ته د ځان ښودنې فرصت ورکول دي.
د بونېر ډپټي کمشنر شهریار قمر وویل، چې ضلعي انتظاميه د لوبو د څانګې سره د ميلې په تابيا کولو کې څنګ په څنګ ولاړه ده او د دې ډول کلتوري پروګرامونو د دوام لپاره به ګډې هڅې روانې ساتي.
ټاکل شوې ده چې د درې ورځنۍ ميلې پر مهال به بېلابېل کلتوري، تفریحي او ورزشي پروګرامونه ترسره شي.


سلمان یوسفزی