د باجوړ په ضلعي کچه د قرآن کریم د حسنِ قرائت په سيالۍ کې د جامعۃ العربیہ دارالقرآن، تنړې ماموند زده کوونکي ،ساحل، د انورزیب زوې، لومړی مقام خپل کړی دی.
د سیالۍ تنظیموونکو ویلي، چې دا ضلعي سیالي ،د جون په ۲۹مه، د طلبه توحید والسنة تر سیوري لاندې جوړه شوې وه، چې د ضلعې له بېلابېلو دیني مدرسو زده کوونکو پکې ګډون کړی و.
بریالي زده کوونکي ساحل د خپل ښکلي او اغېزمن تلاوت له امله لومړی مقام ترلاسه کړ او د خپلې مدرسې، استادانو، مور او پلار او ټولې سیمي لپاره یې ویاړ وګاټه.
د جامعۃ العربیہ دارالقرآن مدیر مولانا قاري ،محمد ظاهر، بریالي زده کوونکي ته مبارکي ورکړه او ویې ویل، چې دا بریا د مدرسې د معیاري تعلیم او ښې روزنې ښکاره ثبوت دی.
د هغه په وینا، اداره هڅه کوي چې زده کوونکو ته د دیني زده کړو ترڅنګ د قرآن کریم د صحیح تلاوت، تجوید او قرآني وړتیاوو د لا پیاوړتیا لپاره هم غوره روزنه ورکړي، څو په راتلونکي کې د خپل مور او پلار، سیمي او هېواد نوم روښانه کړي.
هغه زیاته کړه چې د زده کوونکو پر قرآني استعدادونو ځانګړې پاملرنه کېږي او د همدې هڅو مثبتې پایلې اوس په بېلابېلو قرآني سیالیو کې څرګندېږي.
جامعۃ العربیہ دارالقرآن، تنړې ماموند د باجوړ، په ځانګړي ډول د ماموند سیمي، له مشهورو دیني او تعلیمي ادارو څخه شمېرل کېږي، چې پکې د درس نظامي، دوره حدیث، حفظ القرآن، ناظره او تجوید زده کړې ورکول کېږي.


حسبان الله باجوړې