د باجوړ د زده کوونکو لپاره د تګ راتګ د اسانتیا په موخه پنځه بسونه باجوړ ته رسېدلي دي. د جون په ۲۹مه، د دغو بسونو د سپارلو په مناسبت جوړې شوې دستورې ته د وینا پر مهال د پاکستان د پارلمان غړي او د وفاقي حکومت د دولت وزیر ،مبارک زیب خان وویل، چې دا بسونه د هغه په غوښتنه د وزیراعظم میاں شهباز شریف له لوري ورکړل شوي دي.
نوموړي وویل، چې د باجوړ د زده کوونکو د سفري ستونزو د هواري لپاره د پنځو بسونو ژمنه اوس عملي شوې ده او دا به د ضلعې د تعلیمي اسانتیاوو په ښه کولو کې مهم رول ولوبوي. مبارک زیب خان زیاته کړه، چې د شهید ریحان زیب خان ډګري کالج به هم ډېر زر فعال شي، چې ورسره به د سیمي ځوانانو ته د معیاري زده کړو نور فرصتونه برابر شي.
هغه وویل، چې په ناوګۍ کې د شهید مولانا خان زیب په نوم دروازه او په تورغنډۍ کې د شهید ریحان زیب خان په نوم دروازه به هم ډېر زر پرانیستل شي. د هغه په خبره، د دغو پروژو موخه د یادو شخصیتونو خدمتونو ته درناوی او د سیمپ ښکلا نوره هم زیاتول دي.
دولت وزیر وویل، چې له وزیراعظم میاں شهباز شریف سره د خپلې لیدنې پر مهال د باجوړ لپاره د درې اربه روپیو په ارزښت د سترو پرمختیايي پروژو ژمنه هم شوې ده. د هغه په وینا، د دغو پروژو په عملي کېدو سره به د ضلعې د پرمختګ بهیر چټک او د ولس بنسټیزې ستونزې تر یوه بریده هوارې شي.
مبارک زیب خان وویل، د شهید ریحان زیب خان د فکر او لیدلوري له مخې به باجوړ د تعلیم، پرمختګ او زرغونتیا پر لور د بیولو لپاره عملي ګامونه دوام ولري.


حسبان الله باجوړې