د خیبر پښتونخوا ګورنر، فیصل کریم کونډي، د بره دیر اوسېدونکي ۱۵ کلن ځوان اتلېټ ،اعزاز علي، سره لیدنه کړې او د هغه د لوبیزو لاسته راوړنو ستاینه یې کړې ده.

 

د ګورنر ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، اعزاز علي ګورنر ته د خپلو ورزشي فعالیتونو او په بېلابېلو ملي او نړیوالو اتلېټیکس سیالیو کې د ګډون په اړه معلومات ورکړل. هغه وویل، د محدودو مالي اسانتیاوو او کمو امکاناتو باوجود یې په ګڼو سیالیو کې د پام وړ بریاوې خپلې کړې او یو شمېر مډالونه یې ګټلي دي.

 

د خبرپاڼې له مخې، اعزاز علي د یوې مزدورکارې کورنۍ غړی دی او د خپلو شخصي هڅو او د ځینو خیرغوښتونکو په مرسته یې د لوبو په ډګر کې پرمختګ کړی دی.

 

ګورنر فیصل کریم کنډي د اعزاز علي وړتیا، هوډ او لاسته راوړنې وستایلې او ویې ویل چې ځوان لوبغاړي د صوبې او هېواد ارزښتناکه پانګه ده.

 

هغه اعزاز علي ته ډاډ ورکړ چې د هغه د استعداد د لا ودې او د پرمختګ لپاره به د حکومتي کچې هر ممکن ملاتړ او همکاري ورسره کېږي، څو وکولی شي په راتلونکو سیالیو کې هم د هېواد استازیتوب په ښه ډول وکړي.