د ریسکیو ۱۱۲۲ سوات ادارې ویلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې یې د بېلابېلو ۲۸۹ بېړنیو پېښو پر مهال خدمات وړاندې کړي او ۲۹۵ کسان یې ژغورلي دي.
د جون په ۲۸مه د ادارې لخوا خپور شوي اوونیز راپور له مخې، په ثبت شويو پېښو کې ۲۴۱ طبي بېړني حالتونه، ۲۹ ټرافیکي پېښې، ۵ د اورلګېدنې پېښې، ۱۱ نورې بېړنۍ پېښې، ۲ د ډزو پېښې او ۱ د ډوبېدو پېښه شامله وه. راپور زیاتوي چې د ریسکیو ټیمونو ټولو پېښو ته پر وخت رسېدنه کړې او اړینې مرستې یې ترسره کړې دي.
د راپور له مخې، په همدې موده کې د روغتیايي رېفرل خدمت له لارې ۱۴۸ ناروغان روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي، چې له دې ډلې ۱۴۳ ناروغان د سوات دننه او ۵ نور د ضلعې څخه بهر روغتونونو ته انتقال شوي دي.
ریسکیو ۱۱۲۲ ویلي دي، چې د ادارې کنټرول روم ته په تېره اوونۍ کې ټولټال ۸ زره ۷۳۹ ټیلیفوني اړیکې شوې دي، چې پکې ۲۸۹ بېړني زنګونه، ۴ زره ۲۱۰ معلوماتي اړیکې او ۴ زره ۲۴۰ ډراپ کالونه شامل وو.
د ریسکیو ۱۱۲۲ سوات ضلعي ایمرجنسي افسر سید شعیب منصور ویلي دي، چې اداره د هر ډول بېړنیو حالاتو پر مهال د خلکو خدمت ته شپه او ورځ چمتو ده. هغه له خلکو وغوښتل چې د هر ډول بېړني حالت په صورت کې دې سمدستي د ۱۱۲۲ شمېرې له لارې له ادارې سره اړیکه ونیسي۔


عصمت علي اخون