د منځنۍ کرمې په مرغان سیمه کې ناڅرګنده وسله ‌والو یو قبایلي مشر ،ملک نظام خان، چې په نازک حاجي مشهور دی، تښتولی دی.

 

د پولیسو او کورنۍ د سرچینو په وینا، وسله‌ والو ،د جون په ۲۸مه، نازک حاجي په زور له ځان سره بیولی او تر اوسه یې د هغه ځای او وضعیت په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

 

پولیسو د تښتونې پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې د مغوي د موندلو او خوشي کولو لپاره عملیات او پلټنې روانې دي.

 

د کورنۍ غړو ویلي دي، چې د نازک حاجي د موندلو لپاره له اړوندو ادارو سره په اړیکه کې دي او هیله لري چې هغه زر او روغ رمټ خپلې کورنۍ ته ستون شي.

 

تر اوسه هېڅ ډلې د دې تښتونې مسؤلیت نه دی منلی او پولیس وایي، د پېښې د انګېزې او نورو اړخونو د معلومولو لپاره پلټنې دوام لري.