د سویلي وزیرستان د سوداګرۍ او صنعت خونې (چیمبر آف کامرس اینډ انډسټري) ویلي دي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د انګور اډې سرحدي لارې دواړو غاړو ته د سړکونو د پراختیا او رغونې د چارو پېل د سیمي د سوداګرۍ، تګ راتګ او اقتصادي اړیکو لپاره یو مهم او د هرکلي وړ پرمختګ دی.

 

د خونې لخوا ،د جون په ۲۸مه، په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي، چې د افغانستان اسلامي امارت له لوري د ارګون، راب او زیرو پواینټ (انګور اډه) پورې د سړک د جوړولو او پراخولو چارې پېل شوې دي، په داسې حال کې چې د پاکستان له لوري هم له واڼا څخه تر زیرو پواینټ او انګور اډې پولې پورې د سړک د پراخولو او ښه کولو کار په چټکۍ روان دی.

 

اعلامیه زیاتوي، د دغو دواړو پروژو په بشپړېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سفر لنډ، خوندي او اسانه شي، د ترانسپورټ لګښتونه، د سون توکو مصرف او د سفر وخت به کم شي او سوداګریز توکي به په چټکۍ سره خپلو بازارونو ته ورسېږي.

 

د سویلي وزیرستان د سوداګرۍ او صنعت خونې په وینا، د سړکونو ښه کېدل به د پولې دواړو غاړو ته سوداګریزه راکړه ورکړه پراخه کړي، د کار او پانګونې نوي فرصتونه به رامنځته کړي او د سیمي اقتصادي فعالیتونو ته به لا زیاته وده ورکړي.

 

خونې ویلي دي، چې ښه سړکونه یوازې د تګ راتګ اسانتیا نه برابروي، بلکې د دوامدارې سولې، اقتصادي ثبات، پانګونې او د خلکو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره هم مهم بنسټ ګڼل کېږي.

 

د اعلامیې له مخې، د سویلي وزیرستان د سوداګرۍ او صنعت خونه هیله لري چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ به سوداګریزې اړیکې نورې هم پیاوړې شي، د سرحدي تګ راتګ موجودې ستونزې به هوارې شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د پخوا په څېر سوداګریزې دودیزې اړیکې بېرته ورغول شي، څو د پولې دواړو غاړو سوداګر او عام خلک ترې یو شان ګټه واخلي.