د خیبرپښتونخوا حکومت وايي، د ۲۰۲۶–۲۷م مالي کال په بودیجه کې یې د ډیجیټلي اسانتیاوو د پراختیا لپاره د ۵۰ کروړه روپیو په لګښت د پېښور په بېلابېلو عامه ځایونو کې د وړیا وای فای خدمت د پېلولو پرېکړه کړې ده.
اعلا وزیر سهیل اپریدي ،د جون پر ۲۸مه، په يو بیان کی زیاته کړې، چی دا اقدام د پخواني وزیراعظم او د پاکستان تحریک انصاف د بنسټګر عمران خان د هغه لیدلوري برخه ده چې له مخې یې خلکو ته د ډیجیټلي خدمتونو اسانه لاسرسی د یوې عصري او هوسا ټولنې لپاره مهم بلل کېږي.
چارواکي وايي، د دې پروژې له لارې به ښاریانو، زده کوونکو او ځوانانو ته په عامه ځایونو کې د چټک، باکیفیته او وړیا انټرنېټ اسانتیا برابره شي، څو هغوي وکولی شي له ډیجیټلي خدمتونو، زده کړو او معلوماتو څخه په اسانه ګټه واخلي.
د خیبرپښتونخوا حکومت زیاتوي چې د دې پروژې له پلي کېدو وروسته به په راتلونکو پړاوونو کې د وړیا وای فای شبکه د صوبې نورو ضلعو او عامه ځایونو ته هم وغځول شي. د حکومت په وینا، د ډیجیټلي اړیکو پیاوړتیا د یوه عصري، پرمختللې او خوشحاله خیبرپښتونخوا پر لور یو بل مهم ګام ګڼل کېږي.


بي ارشد