د ارجنټاین فوټبال ملي لوبډلې د نړیوال جام سیالیو کې اردن ته د درې ګولونو په مقابله کې په یو ګول ماتۍ ورکړه او په دې توګه یې په ګروپي پړاو کې خپله دریمه لوبه هم وګټله.
ارجنټاین لپاره د ګروپي پړاو وروستۍ ګول د فوټبال نړۍ وتلي ستوري لیونېل مېسي وکړ او په دې توګه یې نوی ریکارډ هم په خپل نوم کړ.
هغه لومړنی لوبغاړی شو چې د فوټبال د نړیوال جام په اوو پرله پسې سیالیو کې ګول وهي. دا روان نړیوال جام کې د مېسې شپږم او په ټوله کې د نړیوال په جام سیالیو کې د هغه ۱۹م ګول و. تر دې دمه بل یوه لوبغاړي هم د نړیوال جام په سیالیو کې دومره ګولونه نه دي کړي.
بل لور ته د فوټبال نړیوال جام سیالیو کې د الجزایر او او اسټریا تر منځ لوبه په مساوي ډول پای ته ورسېده او دواړو لوریو درې درې ګولونه وکړل.
د دې لوبې پایله د دې لامل شوه، چې د نړیوال جام له ګروپي سیالیو د ایران لوبډلې د پرمختګ وروستی فرصت هم له منځه لاړ شي.
اسټریا به د پنجشنبې پر ورځ په لاس انجلس کې په دویم پړاو کې له اسپانیا سره مخامخ شي او الجزایر به د جمعې په ورځ د سهار په ۴ بجې په وینکوور کې له سویټزرلنډ سره مخامخ شي.

سلمان یوسفزی