د بلوچستان د دښت په کنډ سیمه کې ناڅرګنده وسله والو پر یوې کورنۍ ډزې کړې دي، چې له امله یې یو تن وژل شوی او یوه ښځه سخته ټپي شوې ده.

 

د پولیسو او ځايي سرچینو په وینا، د کراچۍ د ناظم اباد سیمي اوسېدونکې کورنۍ په خپل موټر کې کوټې ته روانه وه، خو ،د لومړنیو معلوماتو له مخې، د ګوګل مېپ د غلطې لارښوونې له امله د دښت کنډ سیمي ته ورغله، چې هلته پرې ناڅرګنده وسله والو ډزې وکړې.

 

پولیس وایي، په دې برید کې د کورنۍ مشر علي جمیل په ځای وژل شوی، یوه ښځه سخته ټپي شوې، خو په موټر کې سپاره دوه کم عمره ماشومان خوندي پاتې شوي دي.

 

د پولیسو په وینا، پېښه تېره شپه ،د جون په ۲۶مه، رامنځته شوې او د وژل شوي کس جسد او ټپي شوې ښځه کراچۍ ته لېږدول شوي دي.

پولیسو د پېښې پلټنې پېل کړې دي او د بریدګرو د نیولو لپاره عملیات روان دي.