د خېبرپښتونخوا د مرکز پېښور پشمول په شمالي او جنوبي برخو کې د زلزلې ټکان محسوس شوي دي.
د شال نيوز د خبريالانو له مخې نن د جون په ۲۷ مه پېښور، نوښار، مردان، بونير، سوات، دير، کالام، باجوړ، ايبټ اباد، بنو، کرک، لکي مروت اورکزو او واڼا کې د زلزلې سخت ټکانونه محسوس شوي دي.
د پاکستان د موسمياتو د ادارې د زلزلې د ناپولو څانګې پي ايم ډي له مخې د زلزلې مرکز د هندوکش سيمه وه او په ريښتر کچه د زلزلې زور ۵ اعشاريه ۹ ريکارډ شوی دی.
بل لور ته د ريسکيو۱۱۲۲ چارواکي وايي په صوبه کې د راغلې زلزلې له امله په ابتدايي توګه د ځاني او مالي ځايونو راپورونه نه دي ترلاسه شوي.


شال نیوز