د شمالي وزیرستان ضلعي انتظامیې ،د جون په ۲۸مه، د اتوار په ورځ په ټوله ضلعه کې ګرځبندیز اعلان کړی دی.

د ضلعي انتظامیې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې په یاده نېټه به د سهار له ۵ بجو څخه تر ماښام ۷ بجو پورې پر هر ډول تګ راتګ بندیز وي او یوازې امنیتي ځواکونو ته به د تګ راتګ اجازه وي.

انتظامیې له خلکو غوښتي چې د ګرځبندیز پر مهال په خپلو کورونو کې پاتې شي، د قانون پلي کوونکو ادارو سره همکاري وکړي او له غیر ضروري تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي دي چې په ضلعه کې د شپې له ۱۲ بجو څخه د سهار تر ۵ بجو پورې لګېدلی د شپې ګرځبندیز به هم پر خپل ځای وي، نو ځکه دې خلک د شپې له تګ راتګ څخه هم ډډه وکړي.