خیبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم ای) د صوبې په غرنيو سيمو کې د ګليشيرونو د چاودېدو خبرداری جاري کړی دی.
د پي ډي اېم ای لخوا ،د جون په ۲۷مه، خپور شوي خبرداري کې ويل شوي دي، چې په غرنيو سيمو کې د تودوخې د زياتېدو او سختې ګرمۍ له امله ګليشيرونه په چټکۍ سره ويلي کېږي چې له امله يې د ګليشيرونو د چاودېدو، ناڅاپي سېلابونو او غر ښوويېدنې خطر زيات شوی دی.
ادارې د بر او کوز چترال، سوات، بر دير، کوهستان او مانسهرې ضلعي انتظاميو ته لارښوونه کړې، چې له مخکې احتياطي ګامونه واخلي او په حساسو سيمو کې دې هر وخت چمتو اوسي.
پي ډي اېم ای د ريسکيو ادارو او بېړني عملې ته هم د چمتو اوسېدو هدايت کړی او ويلي يې دي چې د خطر سره مخ خلک دې پر وخت خوندي ځايونو ته ولېږدول شي.
ادارې له سيلانيانو غوښتي دي چې د غير ضروري سفرونو ډډه وکړي او د سيندونو، خوړونو او د ګليشيرونو سيمو ته د تلو څخه دې ډډه وکړي. همدارنګه، خلکو ته سپارښتنه شوې ده چې د بارانونو پر مهال له موسمي خوړونو او د اوبو له تېز بهير څخه لرې پاتې شي.
د پي ډي اېم ای وياند ويلي، که هر ډول بېړنی حالت رامنځته کېږي نو خلک دې سمدستي د پي ډي اېم ای مرستندويه شمېرې ۱۷۰۰ ته زنګ ووهي.


سلمان یوسفزی