چارواکي وايي، چې د بلوچستان د مرکز کوټې د بلیلي په سیمه کې ،د جون په ۲۷مه، سهار ناڅرګنده وسله والو د کابل جان هوټل پر مالک، حاجي هاشم خان نورزي، ډزې کړې دي، چې له امله یې هغه پر ځای وژل شوی دی.
د پولیسو او ځايي سرچینو په وینا، وسله والو بریدګرو له ډزو وروسته له سیمي تېښته کړې ده. د پېښې له خبر سره سم پولیس د برید ځای ته ورسېدل، شواهد یې راټول کړل او د بریدګرو د موندلو او نیولو لپاره یې پلټنې پېل کړې دي. د چارواکو په وینا، تر اوسه د برید انګېزه نه ده روښانه شوې او هېڅ ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
بلخوا، د وژل شوي حاجي هاشم خان نورزي وارثانو، د سوداګرو استازو او ځايي اوسېدونکو لخوا د پېښې پر ضد احتجاج د چارواکو سره د بریالي مذاکراتو نه پس پای ته رسېدلی دی، او د بلیلي سیمي سړک د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوی. د بلوچستان د اعلا وزیر مرستیال ،شاهد رند، ویلي، چې اعلا وزیر د پېښې نوټس اخیستی دی او د صوبې د پولیسو مشر (ایي جي) نه یې د راپور غوښتلو ترڅنګ دا معامله ځانګړي تحقیقاتي تیم ته سپارلې ده.
بل پلو، د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر هم د دې پېښې نوټس اخیستی او اړوندو امنیتي او پولیسو چارواکو ته یې لارښوونه کړې چې د ۲۴ ساعتونو دننه د پلټنو بشپړ راپور وړاندې کړي.
تر اوسه د برید د انګېزې او د بریدګرو د هویت په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي او د پولیسو پلټنې دوام لري.


نعيم اچکزئي