د فيفا نړيوال جام په سياليو کې سينيګال عراق ته د ۵ ګولونو په مقابل کې په صفر ګول ماته ورکړه.

په ټورنټو کې د ګروپ “ایي” په ترسره شوې لوبه کې د سينيګال حبيب ديارا د لومړي هاف په څلورمه دقيقه کې ګول وکړ او خپلې لوبډلې ته يې برتري ورکړه. همدارنګه پاپ ګيی دوه، اسماعيلا سار او ايليمان نديای هم يو يو ګول وکړ او خپلې لوبډلې ته يې تاريخي بريا ور په برخه کړه.

سينيګال د فيفا نړيوال جام په تاريخ کې په يوه لوبه کې د ۵ ګولونو وهونکې لومړۍ افريقايي لوبډله هم شوه. پر عراق د ۵ صفر بريا وروسته د سينيګال د ناک اوټ پړاو ته د رسېدو هيلې هم ژوندۍ پاتې شوې.

بل لور ته د هم دې ګروپ په یوه بله لوبه کې فرانس ناروې ته د ۴ ګولونو په مقابل کې په یو ګول ماتې ورکړه.

په بوسټن کې د ګروپ ايي په ترسره شوې لوبه کې فرانس پرله‌ پسې دريمه بريا خپله کړه او د ګروپ لومړی مقام يې خپل کړ.

له دې سره د فرانس لوبغاړي عثمان ډيمبېلې په لوبه کې درې پرله‌ پسې ګولونه وکړل او د فيفا نړيوال جام د دويم چټک هيټ‌ټرېک اعزاز يې هم خپل کړ.