په بر سویلي وزیرستان کې د جګړو له امله د ویجاړ شوو کورونو یو شمېر اغېزمنو او ځايي مشرانو د کورونو د سروې او معاوضو په بهیر سختې نیوکې کړې او وایي، چې د معاوضو ځنډ اوس یوازې اداري ستونزه نه ده، بلکې د زرګونو اغېزمنو کورنیو لپاره په یوه جدي انساني ستونزه بدله شوې ده.
هغوي ادعا کوي چې د معاوضو په بهیر کې شفافیت نه دی مراعت شوی او ځینو بااثره کسانو د خپلو اړیکو او نفوذ پر بنسټ د معاوضو چکونه ترلاسه کړي، خو ګڼ شمېر مستحقې کورنۍ، په ځانګړي ډول کونډې، یتیمان او بې وزله خلک، لا هم د خپلو حقونو په تمه دي.
اغېزمن وایي، د سروې او معاوضو د ترلاسه کولو لپاره یې د ټانک، واڼا او نورو حکومتي دفترونو ګڼ سفرونه کړي دي. د دوي په خبره، ډېر کسان چې په کراچۍ، اسلاماباد او پېښور کې مزدوري کوي، د خپلو ورځنیو کارونو له پرېښودو وروسته هم د معاوضو په ترلاسه کولو نه دي بریالي شوي او یوازې له ژمنو سره مخ شوي دي.
دوي دا ادعا هم کوي چې د روان مالي کال په بودیجه کې د ویجاړو شویو کورونو د معاوضو لپاره کومه ځانګړې مالي برخه نه ده ځانګړې شوې، او همدې کار د اغېزمنو اندېښنې زیاتې کړې دي.
ځايي مشران او اغېزمن وړاندیز کوي چې د محسود قام د ټولو سیاسي، ټولنیزو او قبایلي استازو په ګډون دې یوه خپلواکه او پراخه کمېټه جوړه شي، چې په کې د هرې سیمي او هر کلي استازي حضور ولري. د دوي په وینا، دا کمېټه باید له حکومتي چارواکو سره مستقیمې خبرې وکړي، څو په رسمي ډول روښانه شي چې د پاتې معاوضو ورکولو لپاره د حکومت تګلاره او مهالویش څه دی.
اغېزمن همداراز وایي چې په بر سویلي وزیرستان کې د امن او نظم خراب وضعیت، د ښوونځیو تړل کېدل، د روغتیايي اسانتیاوو نشتوالی او نورې بنسټیزې ستونزې هم د خلکو ژوند اغېزمن کړی دی. دوي له سیاسي ګوندونو او مشرانو غواړي چې د دغو اساسي ستونزو د حل لپاره عملي هڅې وکړي او د ویجاړ شوو کورونو د معاوضو موضوع له سیاسي اختلافاتو لرې وساتي.


ظفر وزير