چارواکي وایي، د پېښور د متنو سیمي په آدیزو، تازي خېل کلي کې ناپېژاندو وسله والو د پولیسو یو کانسټېبل له خپل کور څخه په زور ایستلی او د کور مخې ته یې په ډزو وژلی دی.
د متني پولیسو په وینا، وژل شوی پولیس سرتېری ،نسیم خان، نومېده او د متنو په تاڼه کې د کانسټېبل په توګه یې دنده ترسره کوله. د چارواکو په خبره، هغه د محرم الحرام د امنیتي چارو لپاره هم پر ځانګړې دنده ګومارل شوی و.
پولیس وایي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې ناپېژانده وسله وال د نسیم خان کور ته ورغلل، هغه یې په زور له کوره بهر راوویست او د کور په درشل کې یې پرې ډزې وکړې، چې له امله یې ځای پر ځای ووژل شو. بریدګر له پېښې وروسته وتښتېدل.
پولیسو دا هم ویلي دي چې د پېښې پر مهال د نږدې یوه بل کور دروازه د چاودېدونکو موادو په وسیله زیانمنه شوې ده. د دې چاودنې د څرنګوالي او هدف په اړه لا نورې پلټنې روانې دي.
چارواکي وایي، وژل شوی پولیس سرتېری له ۵۰ کلونو زیات عمر درلود. پولیسو د پېښې ځای کلابند کړی، شواهد یې راټول کړي او د بریدګرو د نیولو لپاره یې پلټنې پېل کړې دي.
د برید مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.


شمیم شاهد