د پښتو ژبې مشهور سندرغاړي ،جاوېد امیرخېل، اعلان کړی، چې له پېښوره یې د تل لپاره جرمني ته کډه کړې ده. نوموړي دغه پرېکړه ، جون په ۲۶مه، د خپلې فېسبوک پاڼې له لارې اعلان کړې او لیکلي یې دي چې د ژوند یو مهم باب یې پای ته رسېدلی او اوس به خپل نوی ژوند په جرمني کې پیلوي.

 

جاوېد امیرخېل، چې د افغانستان د پکتیا اصلي اوسېدونکی او د پښتو موسیقۍ له مخکښو غږونو څخه ګڼل کېږي، په خپل احساساتي پیغام کې لیکلي، هېڅکله یې نه غوښتل له خپلې خاورې، خپل ولس او خپلو یادونو لرې ژوند وکړي، خو د وخت حالاتو او مجبوریو هغه دې پرېکړې ته اړ کړ.

 

هغه لیکلي، د ۲۰۲۱م کال د اګست په پنځلسمه، هغه ورځ چې کابل د طالبانو لاس ته ولوېد، د سهار په شاوخوا نهو بجو کابل هوايي ډګر ته ورسېد. هماغه ماښام اسلام‌اباد ته ولاړ او وروسته یې د کډوالۍ ژوند له کوټې څخه پېل کړ. د هغه په وینا، لومړۍ میاشت یې له خپلې کورنۍ جلا تېره کړه او وروسته یې کورنۍ هم ورسره یوځای شوه.

 

جاوېد امیرخېل ویلي، د کوټې خلکو په پردیس کې ورسره د خپلوانو په څېر چلند وکړ او وروسته چې پېښور ته ولېږدېد، همدغه ښار د ده د هنري ژوند او مینه ‌والو دویم کور شو. هغه لیکلي، په پېښور کې به د خلکو مینه، د هنرمندانو ملګرتیا او د خپلو مینه‌ والو درناوی هېڅکله نه هېروي.

 

نوموړي زیاته کړې چې د ۲۰۲۶ کال د مې په څوارلسمه د یوه هنري کنسرټ لپاره اروپا ته تللی و، خو د شخصي او کورنیو مجبوریو له امله یې پرېکړه وکړه چې په جرمني کې دایمي ژوند غوره کړي.

 

جاوېد امیرخېل په خپل پیغام کې ژمنه کړې چې که څه هم له خپل وطن لرې ژوند کوي، خو زړه به یې تل له خپلې ژبې، کلتور او خلکو سره تړلی وي او په اروپا کې به هم د پښتو موسیقۍ او فرهنګ د ودې لپاره خپل هنري سفر ته دوام ورکوي.

 

د جاوېد امیرخېل جرمني ته کډه یوازې د یوه مشهور سندرغاړي شخصي پرېکړه نه ده، بلکې د هغې پراخې جلاوطنۍ دوام دی چې د ۲۰۲۱م کال د اګست له سیاسي بدلون وروسته یې د افغانستان د موسیقۍ نړۍ سخته اغېزمنه کړه.

 

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې عامه موسیقي، ژوندۍ هنري نندارې او کنسرټونه ودرېدل، د موسیقۍ ډېر ښوونځي وتړل شول او سلګونه سندرغاړي، موسیقار، د موسیقۍ استادان او زده ‌کوونکي اړ شول چې خپل هېواد پرېږدي او په بېلابېلو هېوادونو کې نوی ژوند پېل کړي.

 

که څه هم د هغو افغان سندرغاړو او موسیقارانو کره نړیوال شمېر نه دی ثبت شوی چې له ۲۰۲۱م کال وروسته له هېواده وتلي، خو د بېلابېلو نړیوالو راپورونو له مخې، یوازې پاکستان ته تر ۲۰۲۲م کال پورې له ۲۱۶ څخه زیات افغان سندرغاړي او موسیقار رسېدلي وو، چې ډېر یې د درېیمو هېوادونو د ویزو او بیا مېشتېدو په تمه وو.

 

وروسته د ۲۰۲۵م کال په جنورۍ کې د پاکستان یوې محکمې د ۱۵۰ افغان سندرغاړو او موسیقارانو د ایستلو مخه ونیوله. دا هغه هنرمندان وو چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته کډه شوي وو او د جبري ستنولو له خطر سره مخ وو.

 

همدارنګه د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ نږدې ۲۷۰ زده ‌کوونکي، استادان، کارکوونکي او د هغوي د کورنیو غړي پرتګال ته ولېږدول شول، څو وکولی شي خپل هنري او تعلیمي ژوند ته په خوندي چاپېریال کې دوام ورکړي.

 

د هنري ازادۍ نړیوال بنسټونه وایي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته زرګونه افغان هنرمندان، لیکوالان، انځورګر، فلم جوړونکي او فرهنګي فعالان د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته کډه شوي دي، چې د موسیقۍ برخې یې تر ټولو ډېر زیان لیدلی دی.

 

نن د افغان موسیقۍ ګڼ مشهور نومونه، لکه اریانا سعید، فرهاد دریا، سونیتا علي ‌زاده، جاوېد امیرخېل او لسګونه نور سندرغاړي او موسیقار، له افغانستان بهر ژوند کوي او خپل هنري فعالیتونه له جلاوطنۍ څخه پر مخ وړي.

 

جاوېد امیرخېل د خپل پیغام په وروستیو کرښو کې لیکلي: “فاصله بدنونه سره بېلولی شي، خو مینه، وفاداري، خاطرې او د خلکو اخلاص هېڅکله نه شي بېلولای.”

 

د جاوېد امیرخېل جرمني ته کډه د یوه هنرمند د استوګنځي بدلون نه، بلکې د افغان موسیقۍ د هغې خاموشې جلاوطنۍ دوام دی چې له نږدې پنځو کلونو راهیسي یې د افغانستان د موسیقۍ ګڼ غږونه له خپلو سټېجونو، خپلو اورېدونکو او خپلې خاورې لرې کړي دي.