امنیتي سرچیني دعوه کوي چي د بنو په جاني خېلو کې امنیتي ځواکونو ،د جون په ۲۶مه، د کره استخباراتي معلوماتو پر بنیاد عملیات کړي، او د وسلو او مهماتو ډک یو موټر یې د ډرون په دقیق برید کې په نښه کړی دی.
د سرچینو په وینا، په برید کې په موټر کې سپاره څلور وسله وال وژل شوي دي. ویل کېږي، دغه کسان د وسلو او مهماتو د لېږد پر مهال په نښه شوي دي.
امنیتي سرچیني زیاتوي، چې له ویجاړ شوي موټر سره د ۱۲.۷ ملي متر درنه ماشين ټوپک، د ار پي جي راکټونو مرمۍ او د ۷۵ ملي متر هاوان ګڼې ګولۍ هم له منځه وړل شوې دي.
تر اوسه د دې عملیاتو په اړه د پوځ د عامه اړیکو څانګې رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې او شال نیوز هم دا معلومات په خپلواکه توګه نه دي تایید کړي.


غلام اکبر مروت