د بنو د تحصیل مېریان په یو استوګنیز کور د مارټر ګولۍ د لګېدو له امله یوه ښځه وژل شوې او یوه ماشومه ټپي شوې ده.

 

د لومړنیو معلوماتو له مخې، مارټر ګولۍ ،د جون په ۲۶مه، د مېریان په سیمه کې پر یو کور ولګېده چې له امله یې یوه ښځه په ځای مړه شوه، او یوه ماشومه ټپي شوه.

 

پولیس او د ریسکیو ۱۱۲۲ ډلې د پېښې ځای ته رسېدلي او د وژل شوې ښځې جسد او ټپي ماشومه یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولي دي.

 

چارواکو د پېښې په اړه پلټنې پېل کړې دي. تر اوسه د مارټر ګولۍ د راغورځېدو د علت او نورو جزئیاتو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.