چارواکي وايي، د رستم په سپنکۍ ویالې کې ،د جون په ۲۶مه، د لامبو پر مهال يو تن د پن‌ چکۍ په پایپ کې بند پاتې شو او خپل ژوند يې له لاسه ورکړ.

 

د ريسکيو ۱۱۲۲ مردان په وينا، د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره امبولانس او طبي ډله سمدستي د پېښې ځای ته ورسېده او د ژغورنې عمليات يې پېل کړل.

 

چارواکي وايي، ژغورونکو ياد کس له پایپ څخه را وايست او د درملنې لپاره يې د رستم روغتون ته ولېږدول، خو هغه د ژورو ټپونو او د اوبو له امله د ساه بندېدو له کبله ژوند له لاسه ورکړ.

 

د ريسکيو ۱۱۲۲ د معلوماتو له مخې، مړ شوی کس ۳۰ کلن اقبال، د سيد رحيم زوې او د حض اباد اوسېدونکی و. د پېښې په اړه نورې پلټنې روانې دي.