د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ایي) د باجوړ قبايلي ضلعې پخواني مشر ،معمبر خان، د يوې خبري غونډې پر مهال د ګوند پر صوبايي او سيمه ‌ييزې مشرتابه سختې نيوکې کړې او ادعا يې وکړه چې د باجوړ نوې ضلعي کابينه له سلا مشورو پرته جوړه شوې ده.

 

معمبر خان وويل، د ګوند سيمه ‌ييز مشر ،علي اصغر، ورته ډاډ ورکړی و چې د نوې کابينې جوړولو پر مهال به له ټولو سينئر ګوندي مشرانو سره مشوره کېږي، خو ،د ده په وينا، کابينه په يوه تړلې غونډه کې د محدودو کسانو له خوا جوړه شوې او ډېر پخواني او نظرياتي غړي پکې له پامه غورځول شوي دي.

 

هغه ادعا وکړه چې د کابينې ټاکنه د ګوند د عمومي منشي ،ګل ظفر خان، د شخصي خوښې له مخې شوې او نوموړي د خپل واک ناسم استعمال کړی دی، چې د ده او د ده د ملګرو لپاره د منلو وړ نه دی.

 

معمبر خان د ګوند پر ځينو منتخبو استازو هم د اداري فساد تورونه ولګول او ويې ويل، چې د عمران خان له زندان څخه د خوشي کېدو لپاره اغېزناک غږ نه پورته کېږي، حال دا چې د ،ده په وينا، د ګوند مشرتابه بايد په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

 

هغه وويل، د ګوند لپاره يې کلونه مبارزه او قربانۍ ورکړې دي او ادعا يې وکړه چې ګل ظفر خان، ډاکټر حميد، انور زيب خان او نظير ملاخېل هم ده ګوند ته را بللي وو، خو اوس همدغه کسان د نظرياتي کارکوونکو د څنډې ته کولو هڅه کوي.

 

معمبر خان د پي ټي ایي پر صوبايي مشر جنيد اکبر او سيمه ‌ييز مشر صبغت الله هم نيوکې وکړې او ويې ويل چې د نوې کابينې په جوړولو کې يې جديت نه دی ښودلی. هغه ادعا وکړه چې څلور کاله وړاندې هم ورته کابينه جوړه شوې وه، خو د ګوند لپاره يې د پام وړ کار ونه کړ.

 

هغه زياته کړه، که اوسني ګوندي استازي بيا هم همداسې پرېکړې وکړي او ورته کسان بيا وټاکل شي، نو دی به د هغوي پر ضد سياسي مبارزې ته دوام ورکړي.

 

تر اوسه د پاکستان تحريک انصاف صوبايي يا سيمه ‌ييزې مشرتابه د معمبر خان د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.