چارواکي او ځايي سرچیني وایي، د پېښور له ډوګدرې سیمي څخه بره دیر ته راغلی د مېلمنو یو ویګو موټر ،د جون په ۲۶مه، د بدرکنۍ په سیمه کې له سړکه اوښتی او ژورې کندې ته لوېدلی دی. د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې یو کس مړ شوی او ګڼ نور کسان ټپیان شوي دي.

 

ځايي خلکو د ژغورنې ادارو له رسېدو مخکې د خپلې مرستې په مټ ټپیان له کندې راویستل او د درملنې لپاره یې نږدې روغتون ته ولېږدول.

 

د پېښې د لامل په اړه تر اوسه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي، او اړوند چارواکي د پېښې په اړه نورې پلټنې کوي.