چارواکي وايي، د خیبر پښتونخوا په ټولو مهمو ښارونو کې د لسم محرم الحرام مرکزي جلوسونه او مجلسونه د سختو امنیتي تدابیرو لاندې روان دي. د پولیسو، ریسکیو ۱۱۲۲، روغتیايي ادارو، بم ډسپوزل سکواډ، ټرافیک پولیسو او نورو امنیتي ادارو زرګونه کارکوونکي د جلوسونو د امنیت او د عزادارانو د اسانتیا لپاره پر دندو ګومارل شوي دي.

 

د پولیسو د معلوماتو له مخې، د صوبې په حساسو ښارونو کې د سي سي ټي وي کمرو، کنټرول رومونو، واک‌ ترو ګېټونو او نورو امنیتي تدابیرو له لارې د جلوسونو امنیت څارل کېږي، او په ګڼو سیمو کې د ټرافیک ځانګړي پلانونه هم عملي شوي دي.

 

په پېښور کې د عاشورې مرکزي جلوسونه له امام بارګاه آغا سید علي شاه، حسینیه هال صدر، امام بارګاه مومن شاه، امام بارګاه آغا سید میر حیدر شاه، امام بارګاه علمدار کربلا، امام بارګاه پتهرواله او نورو تاریخي امام بارګاهونو څخه راوتلي او د خپلو دودیزو لارو له تېرېدو وروسته بېرته خپلو ټاکل شوو ځایونو ته رسېږي.

 

په مردان کې د بکت ګنج امام بارګاه څخه راوتلی مرکزي جلوس لپاره ریسکیو ۱۱۲۲ ځانګړی طبي کېمپ جوړ کړی دی. د ډایرکټر جنرل شاه فهد په لارښوونه، د ریجنل ډایرکټر اپرېشنز سنټر ،عمران خان یوسفزي، او د ډسټرکټ ایمرجنسي افسر ،رفیع الله مروت، تر څارنې لاندې څلور ایمبولینسونه، دوه فایر ګاډي او طبي ډلې له جلوس سره د هر ډول بیړني حالت لپاره موجودې دي، او د ګرمۍ له امله اغېزمنو، ټپیانو او ناروغانو ته پر وخت طبي مرستې برابروي.

 

په ډېره اسماعیل خان کې د عاشورې مرکزي جلوسونه له امام بارګاه دربار سخي شاه چن، امام بارګاه ټیلي محله او امام بارګاه حفاظت علي شاه څخه راوتلي دي، او د ښار په بېلابېلو برخو کې د عزادارۍ نور مراسم هم دوام لري.

 

په پاراچنار کې د ښار له مرکزي امام بارګاهونو څخه جلوسونه راوتلي، او د کرم په بېلابېلو سیمو کې زرګونه عزاداران د کربلا د شهیدانو یاد تازه کوي.

 

په اورکزو کې د کلایا له بېلابېلو امام بارګاهونو څخه راوتلي واړه جلوسونه د مرکزي امام بارګاه انواریه کلایا په مرکزي جلوس کې سره یوځای شوي او د خپلو دودیزو لارو له تېرېدو وروسته بېرته هماغه امام بارګاه ته رسېږي.

 

په کوهاټ کې درې مرکزي جلوسونه له ریویا امام بارګاه، قامي امام بارګاه او سید امام بارګاه څخه راوتلي او د ښار له مرکزي بازاره تر تېرېدو وروسته بېرته خپلو ټاکل شوو ځایونو ته رسېږي.

 

په هنګو کې د شاهو روډ او نورو امام بارګاهونو څخه جلوسونه راوتلي، او د سختو امنیتي تدابیرو لاندې د خپلو ټاکل شوو لارو پر اوږدو روان دي.

 

په نوښار کې د امام بارګاه جعفریه، حسینیه او نورو امام بارګاهونو څخه د عاشورې جلوسونه د دودیزو لارو له مخې ترسره کېږي، او ریسکیو، پولیس او روغتیايي ډلې ځای پر ځای شوي دي.

 

په سوات کې هم د مینګورې، امام ډېرۍ، کانجو او شاوخوا سیمو په امام بارګاهونو کې مجلسونه او د عاشورې جلوسونه د امنیتي تدابیرو تر سیوري لاندې ترسره کېږي.

 

چارواکي وایي، د خیبر پښتونخوا ټول ریسکیو سټېشنونه د عاشورې تر پایه های الرټ دي، او د جلوسونو پر لارو ایمبولینسونه، طبي کېمپونه، فایر ګاډي او بیړني غبرګون ټیمونه ځای پر ځای شوي دي، څو د هر ډول احتمالي پېښې په صورت کې سمدستي مرسته ترسره کړي. تر اوسه د صوبې په ډېری سیمو کې د عاشورا مراسم په سوله‌ ییز ډول روان دي.