د کوز سویلي وزيرستان د برمل تحصيل د اعظم ورسک کژه پنګه سيمه کې ،د جون په ۲۵مه، شوي د کوادکاپټر ډرون بريد کې وژل شوې ښځه خاورو ته وسپارل شوه. په جنازه کي سلګونو خلکو ګډون وکړ.
د جنازې په مراسمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) ځايي مشر ،زينت الله، وينا وکړه او ويې ويل، چې د برمل په بېلابېلو سيمو، په ځانګړي ډول کژه پنګه کې، د ډرون پرله پسې بريدونو له امله خلک له سختې وېرې او ناامنۍ سره مخ دي.
هغه وويل، د سيمي اوسېدونکي هره ورځ د داسې بريدونو له ګواښ سره ژوند کوي، او غوښتنه يې وکړه چې د ملکي وګړو د سر او مال د خونديتوب لپاره دې بېړني او اغېزمن ګامونه پورته شي.
د سيمي يو شمېر اوسېدونکي هم وايي چې د ډرون د دوامدارو بريدونو له امله د خلکو عادي ژوند اغېزمن شوی او ښځې، ماشومان او سپين ږيري له سختو ستونزو سره مخ دي.
تر اوسه د دې بريد په اړه د پاکستان پوځ يا نورو اړوندو حکومتي ادارو رسمي دريځ نه دی خپور کړی. شال نيوز هڅه کوي د چارواکو نظر هم ترلاسه کړي، او که ترلاسه شي، خبر به ورسره تازه شي.


ظفر وزير