د فیفا نړیوال جام د ګروپ «اي» په سیالیو کې ایکواډور خپل مضبوط حریف جرمني ته د ۲ ګولونو په مقابله کې په یو ګول ماتې ورکړې ده او د ناک اوټ پړاو ته یې ځان رسولی دی.
نیوجرسي کې د ترسره شوې لوبې پېل د جرمني په حق کې وشو او د لوبې په ۲مه دقیقه کې لېروی سانی د فلورین ورټز په پاس ګول وکړ او لوبډلې ته یې برتري ترلاسه کړه.
د لوبې ۷ دقیقې وروسته د ایکواډور لوبغاړي نیلسن انګولو د غوره شاټ په مرسته د جرمني پر وړاندې ګول وکړ او لوبه یې مساوي کړه.
په دویم هاف کې هم ایکواډور پر جرمني فشار برقرار وساته او د لوبې په ۷۷مه دقیقه کې ګونزالو پلاټا ګول وکړ او د خپلې لوبډلې بریا یې باوري کړه.
د دې بریا سره نه یوازې ایکواډور د ناک اوټ پړاو ته ورسېده، بلکې په راتلونکي راونډ کې یې د انګلستان سره د ممکنه لوبې لپاره هم لاره هواره کړه.
بل لور ته د ګروپ «ډي» په پای لوبه کې ترکیې د ۳ ګولونو په مقابله کې امریکا ته په ۲ ګولونو ماتې ورکړه او په بله سیالۍ کې د اسټرالیا او پاراګوای ترمنځ شوې لوبه پرته له کوم ګول څخه مساوي شوه.

سلمان یوسفزی