د شمالي وزیرستان ضلعي انتظامیې د امنیتي حالاتو او د امنیتي ځواکونو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره د ۱۴۴مې مادې له مخې د جون ۲۷مې، د سهار له پنځه بجو څخه د ماښام تر اووه بجو پورې د ضلعې پر یو شمېر مهمو لارو د هر ډول تګ راتګ بندیز لګولی دی.
د شمالي وزیرستان مرستیال کمشنر ،سمیع الله خان، په جاري کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا پرېکړه د عامه امنیت، د قانون او نظم د ساتنې، د امنیتي ځواکونو د خوندي تګ راتګ او د هر ډول ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د بندیز په موده کې به د خلکو شخصي او سوداګریزو موټرو او هر ډول ټرافیک تګ راتګ بند وي. په دې بندیز کې د بنو ـ میرام شاه لویه لاره، د ټل ـ میرعلي سړک، د میرعلي بازار ـ خیسور لار، د رزمک ـ میرام شاه سړک، د میرام شاه ـ غلام خان لار، د میرام شاه ـ دته خېل سړک، د دوسلي ګړیوم لار، د سپین وام لار او هغه ټولې فرعي لارې شاملې دي چې له دغو سړکونو سره نښلي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پولیس، نور قانون پلي کوونکي ادارې، امبولانسونه، د اور وژنې عمله او نور بیړني خدمات به له دې بندیزه مستثنا وي. همدارنګه هغه کسان او ګاډي چې د ضلعي پولیسو یا امنیتي ځواکونو ځانګړې اجازه ولري، د پېژندپاڼې او اړوندو اسنادو له ښودلو وروسته به د تګ راتګ اجازه ولري.
ضلعي انتظامیې ویلي، چې د ګرځبندېز سرغړوونکي به د پاکستان د جزا قانون د ۱۸۸مې مادې له مخې له قانوني اقدام سره مخ کېږي. له خلکو غوښتنه شوې ده، چې د بندیز په ټاکل شوې موده کې له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي او له امنیتي ادارو سره بشپړه همکاري وکړي.


صفدر داوړ