د سوات په مټه کې د یوې رکشې او موټر ترمنځ د ټکر له امله یوه ښځه مړه شوې او ۱۴ کسان ژوبل شوي دي.
د ريسکيو ۱۱۲۲ د معلوماتو له مخې، دا پېښه ،د جون په ۲۵مه، هغه مهال رامنځته شوه چې د بریک فیل کېدو له امله یوه رکشه بې قابو شوه او له یوه موټر سره تر ټکر وروسته دواړه ګاډي له سړک څخه لاندې وغورځېدل.
د پېښې رامنځته کېدو وروسته د ريسکيو ۱۱۲۲ طبي ډلې سيمي ته ورسېدې او ژوبلو ته يې پر ځای لومړنۍ طبي مرستې ورکړې.
چارواکي وايي، په ژوبلو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. ټول ټپيان د نورو درملنو لپاره د مټې تحصيل هيډکوارټر روغتون ته لېږدول شوي دي.


عصمت علي اخون