د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې متحده ایالات د وینزویلا له زلزله‌ ځپلو سره د مرستې لپاره بشپړ چمتو دي او د خپل حکومت ټولو اړوندو ادارو ته یې لارښوونه کړې ده چې د بېړني غبرګون لپاره لازم چمتووالی ونیسي.

 

ټرمپ دا څرګندونې ،د جون په ۲۵مه، په خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشل کې کړې. نوموړي لیکلي: «هغه دوه سترې زلزلې چې د وینزویلا خلک یې ځپلي، ډېرې ځواکمنې وې او د مرګ ژوبلې لومړني راپورونه د اندېښنې وړ دي. امریکا چمتو، لېواله او توانمنه ده چې مرسته وکړي. ما ټولو حکومتي ادارو ته لارښوونه کړې چې زر اقدام ته چمتو شي. موږ به د خپلو نویو ملګرو ترڅنګ ودرېږو.»

 

دا څرګندونې داسې مهال شوي دي، چې د امریکا د جیولوجیکي سروې ادارې او د وینزویلا چارواکو د معلوماتو له مخې، د هېواد په شمالي ساحلي سیمو کې دوو پرله‌ پسې زورورو زلزلو پراخ زیانونه اړولي دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې، لومړۍ زلزله د ریښتر په کچه ۷.۲ او دوهمه ۷.۵ درجې وه.

 

د وینزویلا د حکومت د وروستیو شمېرو له مخې، په دغو زلزلو کې لږ تر لږه ۱۶۴ کسان مړه شوي او له ۹۷۰ ډېر نور ټپیان دي. چارواکي وايي، د ژغورنې ډلې لا هم په زیانمنو سیمو کې د کنډوالو لاندې د بند پاتې کسانو د موندلو هڅې کوي، نو ځکه ښايي د مرګ ژوبلې شمېر نور هم لوړ شي.

 

راپورونه وايي، په پلازمېنه کاراکاس او نږدې ساحلي سیمو کې لسګونه ودانۍ زیانمنې یا نړېدلې دي، د برېښنا او مخابراتو په شبکو کې پراخې ستونزې رامنځته شوې او ځیني سړکونه او عامه تاسیسات هم زیانمن شوي دي. د ژغورنې او روغتیايي ادارو بېړنۍ ډلې د ټپیانو د لېږد او د ژوندي پاتې کسانو د موندلو عملیات پر مخ وړي.

 

د وینزویلا حکومت په اغېزمنو سیمو کې بېړنی حالت اعلان کړی او له خلکو یې غوښتي دي چې د ژغورنې او ملکي خوندیتوب ادارو لارښوونې تعقیب کړي.

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې واشنګټن د لټون او ژغورنې ډلې، طبي مرستې او نور بشري توکي د اړتیا په صورت کې د وینزویلا د خلکو د ملاتړ لپاره چمتو کړي دي. د نړیوالو سازمانونو او یو شمېر هېوادونو له خوا هم د مرستو او خواخوږۍ څرګندونې شوې دي.

 

د ژغورنې عملیات لا هم دوام لري او چارواکي وايي، د زیانونو او مرګ ژوبلې بشپړ انځور به د لټون او ارزونې له بشپړېدو وروسته روښانه شي.