د شمالي وزیرستان د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند د قامي اسمبلۍ غړي، مفتي مصباح الدین، د جون په ۲۵مه، د خپل ګوندي پلاوي په ملتیا د درپه خېلو، خوزیۍ، ندیم کوټ او پلنګزۍ هغو سیمو ته ورغی چې د وروستیو پوځي عملیاتو او امنیتي پېښو له امله اغېزمنې شوې دي.
د سفر پر مهال نوموړي د زیانمنو شویو جوماتونو، مدرسو، ښوونځیو او استوګنیزو کورونو وضعیت له نږدې وکوت او له اغېزمنو کورنیو سره یې لیدنې وکړې. د سیمي اوسېدونکو هغه ته د خپلو ستونزو، اوښتو زیانونو او د بیا رغونې اړتیاوو په اړه معلومات ورکړل.
مفتي مصباح الدین له اغېزمنو کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندونه وکړه او له اړوندو حکومتي ادارو یې وغوښتل چې د اوښتو زیانونو بې پرې او شفافه سروې ترسره کړي او اغېزمنو کورنیو ته پر وخت او عادلانه مالي تاوان ورکړي.
هغه وویل، چې د شمالي وزیرستان د خلکو ستونزې او د اغېزمنو سیمو غوښتنې به په قامي اسمبلۍ او ټولو اړوندو فورمونو کې په کلکه مطرح کړي، څو د خلکو قانوني حقونه خوندي او د هغوي ستونزو ته عملي حل وموندل شي.
د سیمي اوسېدونکو هم د خپل استازي له سفر هرکلی وکړ او ویې ویل چې د ورانیو له امله یې ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ دی. هغوي هیله څرګنده کړه چې حکومت به د زیانونو د جبران، د ورانو شویو ودانیو د بیا رغونې او د سیمي د بنسټیزو ستونزو د هواري لپاره اغېزمن او عملي ګامونه پورته کړي.


صفدر داوړ