په مالیزیا کې د افغان سفارت سرپرست، نقیبالله احمدي، د جون په ۲۵مه، د افغانستان لپاره د مالیزیا د ځانګړي استازي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له سلاکار، داتو احمد اعظم، سره لیدلي دي.
د افغانستان د سفارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د اړیکو پر وروستیو مثبتو پرمختګونو خبرې شوې او د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو بحث شوی دی.
دواړو لوریو د ګډو ګټو پر بنسټ د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا هیله څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د همکارۍ بهیر دوام ولري.
تر اوسه د دې لیدنې په اړه د مالیزیا حکومت جلا اعلامیه نه ده خپره کړې.


شال نیوز