د صوابۍ پولیسو په وینا، د زروبي په کلي کې ،د جون په ۲۵مه، یوه کس د ناڅرګنده وجوهاتو له امله د خپل د تره په لور ډزې کړې، چې له امله یې هغه سخته ټپي شوې ده. شکمن کس له پېښې وروسته په مبینه توګه پر ځان هم ډزې کړې او مړ شوی دی.
پولیس وایي، ټپي شوې ښځه له لومړنۍ طبي مرستې وروسته د مردان باچا خان مېډیکل کمپلېکس ته لېږدول شوې ده، او هلته یې درملنه روانه ده. د روغتیايي سرچینو په وینا، د هغې روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
بل لور ته، د شکمن کس مړی د قانوني او عدالتي کارروایۍ او پوسټ مارټم لپاره د ټوپۍ تحصیل هېډکوارټر روغتون ته وړل شوی دی.
پولیسو د پېښې پلټنې پېل کړې دي او وایي، چې د ډزو د انګېزې او اصلي لامل د معلومولو لپاره له بېلابېلو اړخونو شواهد راټولوي. تر اوسه د پېښې د علت په اړه رسمي دریځ نه دی خپور شوی.


شال نیوز