د فیفا نړیوال جام ۲۰۲۶م کې سویټزرلېنډ او کوربه کاناډا د ناک اوټ پړاو لپاره کوالیفای کړې ده.

 

د ګروپ «بي» په وروستیو سیالیو کې سویټزرلېنډ کاناډا ته د ۲ ګولونو په مقابل کې په ۱ ګول ماتې ورکړه او د اوو پواینټونو په ترلاسه کولو سره یې د ګروپ لومړی مقام خپل کړ. بلخوا کوربه کاناډا په دریو لوبو کې د یوې بریا او یوې مساوي لوبې په مټ څلور پواینټونه ترلاسه کړل او د ګروپ په دویم مقام کې پاتې شوه.

 

د همدې ګروپ په بله سیالۍ کې بوسنیا قطر ته د ۳ ګولونو په مقابل کې ۱ ګول ماتې ورکړه، خو له دې بریا سره سره یې ونه شو کولی د ناک اوټ پړاو لپاره لار ومومي کړي.

 

کاناډا او بوسنیا دواړو څلور، څلور پواینټونه درلودل، خو د غوره ګول اوسط له امله کاناډا د بل پړاو لپاره کوالیفای شوه، په داسې حال کې چې بوسنیا او قطر له سیالیو بهر شول.