د افغانستان د ننګرهار ولایت د جلال‌ اباد ښار د نهمې امنیتي حوزې ځواکونو ،د جون يه ۲۴مه، د کشفي عملیاتو پر مهال یو کس له ۴۷۳۹ د «زیکپ» په نوم نشي ګولیو سره نیولی دی.

 

د امنیې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، شکمن کس غوښتل یادې ګولۍ د ښار په بېلابېلو سیمو کې وپلوري، خو تر پلور وړاندې له نشي توکو سره یوځای ونیول شو.

 

چارواکي وایي، نیول شوي کس د لومړنیو تحقیقاتو پر مهال پر خپل جرم اعتراف کړی او دوسیه یې د قانوني مراحلو د بشپړېدو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي.

 

امنیتي ادارې وایي، د نشي توکو د قاچاق او غیرقانوني پلور پر ضد به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.