بونېر کې د چاپېریال ساتنې یوې ټولنې ‘ګرین ټیم کنګرګلۍ’ د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم په خپل کلي کنګرګلۍ کې د بوټو کرلو ترڅنګ په غرونو او دښتو کې د تخمونو د غونډارو شېندلو لړۍ پېل کړې ده.
د ګرین ټیم کنګرګلۍ غړي ،احمد موسی سالار، د جون په ۲۴مه، شال نیوز ته د ټیلیفون له لارې وویل چې دوي پرېکړه کړې ده چې سږ کال په ټول کلي کې د تخمونو لس زره غونډاري وشېندي، چې تر دې دمه یې دوه زره غونډاري چمتو کړي او د نورو پر جوړولو کار روان دی.
د نوموړي په وینا، په دغو د خاورو جوړو شوو تخمیزو غونډارو کې د تورې او سپینې بکیاڼې، کېکر، جامن، نیم او نخترو تخمونه اېښودل شوي دي. همدارنګه د سیمي د ځینو نورو بوټو تخمونه لکه غوړاڅکی، پلوسي او کامبېله هم د دغو غونډارو له لارې شېندل کېږي.
موسی سالار وویل چې د دې ترڅنګ به لس زره بوټي هم وکرل شي چې ډېر به یې توت او نختر وي. هغه زیاته کړه چې په دې مهم کې د کلي شاوخوا سل ځوانان برخه اخلي او د دې لپاره یې پر ټولنیزو رسنیو هم کمپاین پېل کړی دی.
د نوموړي په وینا، د دې پروژې ټول لګښت د ګرین ټیم کنګرګلۍ ځوانان په خپله برابروي او د بوټو د اخستلو لپاره د کلي له شتمنو خلکو څخه چندې راټولوي.
د دې هڅې د موخې په اړه موسی سالار وویل چې اوس مهال ټوله نړۍ د موسمي بدلون له اغېزو سره مخ ده او په بونېر کې هم د بارانونو د وخت بدلون او د تودوخې زیاتوالی د سیمي پر موسم اغېز کړی دی.
هغه زیاته کړه، د ونو او بوټو کرل تر یوه حده د موسمي بدلون د منفي اغېزو پر وړاندې مبارزه کې مرسته کولی شي، له همدې امله دوي د خپلو محدودو وسایلو باوجود د خپل کلي د چاپېریال د ساتنې لپاره دې کار ته دوام ورکوي.

سلمان یوسفزی