د کرمې ضلعې په پاړاچنار کې د کربلا د شهیدانو د یاد په مناسبت ماتمي مجلسونه او جلوسونه روان دي. د محرم الحرام د مراسمو لپاره په ټوله ضلعه کې سخت امنیتي ګامونه اخیستل شوي او د موبايل فون شبکې هم تړل شوې دي.
د ضلعي انتظامیې د معلوماتو له مخې، په کورمه کې په ۲۵۸ امام باړو کې ماتمي مجلسونه ترسره کېږي، او د خیبر پښتونخوا تر ټولو لوي ماتمي جلوس هم هر کال د پاړاچنار له مرکزي امام باړې څخه راووځي.
چارواکي وايي، د عزادارانو د اسانتیا لپاره د ښار په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۲۰۰ سبيلونه لګول شوي دي. د رسمي شمېرو له مخې، په ټوله کرمه ضلعه کې ۴۶۲۸ مجلسونه او ۴۲۹ جلوسونه کېږي.
د امنیت د ټینګښت لپاره ښار ته د موټرو او موټرسايکلونو پر ننوتلو بندیز لګول شوی او په مهمو ځایونو کې اضافي چیک پوستې جوړې شوې دي. امنیتي ځواکونه او پولیس د جلوسونو او مجلسونو د ساتنې لپاره پر ځای پر ځای شوي دي.
بل لور ته، د موبايل فون شبکو د بندېدو له امله خلکو د اړیکو او ورځنیو چارو په ترسره کولو کې د ستونزو شکایت کړی دی. ټولنیز مشر حاجي جمیل حسین طوري ویلي، له شپږم محرم څخه د موبايل شبکو بند ساتل د خلکو لپاره ستونزې جوړوي او د اړیکو، سوداګرۍ او ورځني ژوند چارې اغېزمنوي.
تر اوسه ضلعي انتظامیې د شبکو د بندښت په اړه څه نه دي ویلي، خو چارواکي ټینګار کوي چې دا ګامونه د محرم د مراسمو پر مهال د امن او نظم د ساتلو لپاره اخیستل شوي دي.

مصطفی خان