د باجوړ ضلعي انتظاميې د نوې کرايه نامې د پلي کېدو لپاره عمليات چټک کړي او د زياتو کرايو اخيستو په تور يې يو موټر چلوونکی نيولی دی.
د ضلعي انتظاميې له خوا ،د جون په ۲۴مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د ډپټي کمشنر باجوړ ،شاهد علي خان، په ځانګړو لارښوونو، اېډيشنل اسسټنټ کمشنر ناوګۍ حبيب الرحمن، تحصيلدار ناوګۍ عالمزېب او د ترافيکو پوليسو چارواکو د پاټک په سيمه کې ناکه لګولې او د بېلابېلو ګاډو کرايې يې وکتلې.
چارواکي وايي، د پلټنو پر مهال د يو فلاینګ کوچ موټر چلوونکی له مسافرو څخه د ټاکل شوې کرايې زياتې پيسې اخيستو په تور ونيول شو او د قانوني کارروایۍ لپاره يې پېژندپاڼه هم په ولکه کې واخيستل شوه.
د انتظاميې په وينا، له باجوړ څخه پېښور او له پېښور څخه باجوړ ته په تګ راتګ کوونکو موټرو او ځايي ګاډو کې هم د کرايو جاج واخيستل شو. موټر چلوونکو ته خبرداری ورکړل شوی، چې په نوې کرايه نامه دې په بشپړه توګه عمل وکړي، ګنې د سرغړونې په صورت کې به ورسره قانوني چلند وشي.
ضلعي انتظاميه وايي، د نوې کرايه نامې د عملي کولو لپاره به هره ورځ ناکې او د پلټنو لړۍ روانه ساتل کېږي.

حسبان الله باجوړې