په دې ځانګړې مرکه کې شال نیوز د پېښور های کورټ له سينئر وکيلې مهوش محب کاکاخېل سره د هغو افغان وګړو د شهريت په اړه مهمې قانوني پوښتنې کړي دي چې له پاکستانيانو سره یې ودونه کړي دي. نوموړې د پاکستان د شهريت قانون، اړينو اسنادو، او قانوني مرحلو په اړه تفصيلي رڼا اچوي او دا هم بيانوي چې دغه کسان له کومو ستونزو سره مخ کېږي او څنګه کولی شي خپل حقونه ترلاسه کړي۔